د سريلانکا ولسمشر به له خپلې دندې استعفا وکړي
CMG2022/07/10 12:48:17
شريکول:

د سريلانکا د پارلمان د مشرۍ دفتر د جولای د ۹مې نېټې په شپه ټائيد کړې، چې د دې هېواد ولسمشر ګوتابهايا راجاپاکسا د پارلمان مشر ماهيندا ياپا ابيواردنا ته ويلي، چې هغه به د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه له خپلې دندې استعفا وکړي.

د سريلانکا د صدراعظمۍ دفتر په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي،‌ چې د دې هېواد صدراعظم رانيل ويکريميسينغا غواړي له خپلې دندې استعفا وکړي،‌ څو د بېلابېلو ګوندونو لخوا نوی حکومت جوړ شي. هغه وروسته په ټولنيزو رسنيو کې ويلي، چې دی به استعفا وکړي.

په همدې ورځ د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې لاريون تر سره شوی. د ځايي رسنيو د  خبر له مخې، څه باندې ۳۰ تنه په دې لاريون کې ټپيان شوي دي.