وانګ يي د جرمني د بهرنيو چارو له وزيرې انالینا بیرباک سره وکتل
CMG2022/07/10 14:11:34
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پر ځايي وخت د جولای په اتمه نېټه په بالي ټاپو کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په ترڅ کې د جرمني د بهرنيو چارو له وزيرې انالینا بیرباک سره وکتل.

وانګ يي وويل، سږ کال د چين او جرمني ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی. چين غواړي له جرمني سره د تېرو پنځوسو کلونو ګټورې تجربې راغونډې کړي، د راتلونکو پنځوسو کلونو د همکارۍ پلان جوړ کړي او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک ور وبښي.

انالینا بیرباک وويل، جرمني له چين سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او هیله لرم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کاليزې په مناسبت خپلمنځي هر اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي. جرمني باور لري چې نړيواله ټولنه بايد د روسيې او اوکراين د شخړې په اړه اصول مراعات کړي او نړيوال نظم دې وساتي او هيله ده چې چين د م م د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه مهم رول ولوبوي.

وانګ يي وويل، چين تل ټولې خواوې هڅوي چې د سوله ییزو خبرو اترو له لارې مسئلې حل کړي.