بريتانيا له اوکرايني پوځ سره همکاريز پلان پيل کړی
CMG2022/07/11 14:47:55
شريکول:

بريتانيې د جولای په ۹مه نېټه یو نوی پوځي پلان خپور کړی، چې له مخې به يې د دغه هېواد پوځ په راتلونکو څو مياشتو کې لس زره اوکرايني سرتيري وروزي.

د بريتانيې حکومت د روانې مياشتې په ۹مه نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د ياد پوځي پلان لومړۍ جوپه اوکرايني سرتيري يې هېواد ته ور رسېدلي او د روزنې ننداره يې ترسره کړې ده.

اعلاميه وايي، چې د بريتانيا ملي‌ دفاع وزير بين والاس هم د يادو سرتيريو په يادې نندارې کې برخه اخېستې وه.

والاس د نندارې په ترڅ کې ويلي، چې دوی به د بريتانوي پوځ مسلکي روزنې او پوهنې له اوکرايني سرتيرو سره شريکې کړي، څو د خپل هيواد دفاعي توان پرې لوړ کړي.