د اوکراين د دفاع وزير اليکسي رزنيکوف د جولای په لسمه نېټه له بريتانوي "ټايمز" ورځپاڼې سره په مرکې کې ويلي، چې ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي د پوځ جګپوړو جنرالانو ته امر کړی، چې د هېواد د جنوبي ساحلي سيمو د بېرته نيولو پلان جوړ کړي.
نوموړي ويلي، چې د اوکراين ساحلي سيمې د هېواد د اقتصاد لپاره خورا مهمې دي او د ولسمشر زېلېنسکي له امر او لارښوونې سره سم يې د يادو سيمو د بېرته نيولو په موخه د سرتيرو په ګومارلو کار روان کړی دی.
(ژباړه: شکريه)