په نايجريا کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي
CMG2022/07/11 10:07:54
شريکول:

د نايجريا چارواکو د جولای په لسمه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد د جنوب لاګوس ایالت په سيند کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.
د نايجريا پېښو ته رسېدنې ادارې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د روانې مياشتې د ۱۰مې نېټې په شپه په ياد ايالت کې سخت توپان لګيدلی و او ياده کښتي، چې ۱۶ کسان پکې سپاره وو، د اوبو لويو څپو لاندې کړې او ټول کسان پکې مړه شوي دي.