د ايران د اټومي انرژۍ سازمان وياند بهروز کمالوندي د جولای په لسمه نېټه ويلي، چې په فردو اټومي تاسیساتو کې يې د يورانيمو د غني کولو لپاره د IR-6 ډول سنټرفيوژونه کارولي او په دې اړه يې ۲ اوونۍ مخکې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ته خبر ورکړی دی.
کمالوندي ویلي، چې ایران د روانې میاشتې په نهمه نېټه په فردو اټومي تاسیساتو کې له IR-6 سنټرفیوژونو څخه په استفادې ۲۰ سلنه غني شوي یورانیم تولید کړي دي.
د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان د روانې مياشتې په نهمه نېټه يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې نوموړي سنټرفيوژونه په اسانۍ غني شوي يورانيم په بېلا بېلو کچو کې ساتلی شي.