چين: امریکا باید د ستونزو د ليرې کولو لپاره اغېزمن کوښښونه وکړي
CMG2022/07/11 14:39:45
شريکول:

د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو وانګ يي او انتوني بلېنکن د جولای په ۹مه نېټه د اندونيزيا په بالي ټاپو کې ليدلي دي.

د چین او امریکا جګپوړو چارواکو په يوې میاشتې کې دننه ۵ ځلې تماسونه نيولي او دا يې د تېر کال په تېر نومبر کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د موافقې د پلې کولو لپاره یو مهم ډيپلوماتیک عمل ګڼل کېږي.

د مالوماتو له مخې، د چين او امريکې يادو سیالانو په بالي ټاپو کې ۵ ساعته خبرې اترې کړي او د دواړو خواوو د اړیکو او د ګډې علاقې وړ نړیوالو او سیمه ييزو موضوعاتو په هکله يې هراړخیزې، ژورې او دایمي مشورې کړې دي.

د امریکا اوسني حکومت څو ځلې ویلي، چې له چین سره به په اړیکو کې ښه والی راولي او تضمین به یې وکړي، خو دغه تضمین يې څه مانا لري؟

 امریکې تر اوسه د ياد تضمين مانا نه ده په ډاګه کړې او نه هم په یو اړخیز ډول د مانا تائيدولو حق لري.

وزیر وانګ يي له خپل امريکايي سیال سره په یادې کتنې کې په ډاګه کړې، چې د چین او امریکا ترمنځ درې ګډې اعلاميې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې تر ټولو د باور وړ تضمین دی او واشنګټن باید د دغه تضمین د لا ټينګولو لپاره مسئولانه چلند وکړي او خپلې رویې کې بايد پوره تغير راولي.

داسې ښکاري، چې واشنګټن له بېجينګ سره په اړیکو کې د توپیرونو او اختلافاتو د کنټرول مهموالی درک کړی، خو نه غواړي، چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د اوسنیو ستونزو بنسټيز لاملونه وسپړي او ملامتيا ومني، بلکې هڅې کوي، چې پر چین پړه واچوي او خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.

وزیر وانګ يي په دغه کتنه کې د چین او امریکا ترمنځ د موازي اړيکو او د اوسنيو ستونزو د حل په موخه خپلې نظریې څرګندې کړي او امريکايي سیال ته يې یو لړ وړاندیزونه ورته کړي دي.

وانګ يي د چین او امریکا په اړیکو کې د اوسنيو ستونزو عمده لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ د درېيو ګډو اعلاميو نه پلي کيدل ياد کړي او ويلي يې دي، چې د اړيکو د سمون په موخه بايد د یادو دریو ګډو اعلامیو اصول او روحیې تطبیق شي.

چین په تېرو ۵۰ کلونو کې د یادو ګډو اعلامیو مقررات ښه پلي کړي، خو امریکې برعکس بیا د چین په کورنیو چارو کې په زور لاسوهنې کړي، د تایوان مسئلې په کارولو د چین د پرمختګ مخنیوی غواړي او د چین د کلابندۍ او مخنیوي لپاره يې نور هېوادونه هڅولي او په ورته نورو شومو کړنو يې د دواړو هېوادونو اړيکې زيانمنې کړې دي.

امریکا باید په یادو دریو ګډو اعلامیو کې خپلې ژمنې جدي پلې کړي او که چېرته د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د ټينګېدو بنسټ له منځه لاړ شي، نو بيا د اړیکو تضمین هېڅ ارزښت نه لري.

امریکې له چین څخه د تایوان د جلا کېدو د نه ملاتړ ژمنه کړې، نو باید خپله ژمنه پوره کړي او د تایوان مسئلې په کارولو دې د چین د سوله ییز یووالي د بهیر پر وړاندې ستونزې نه جوړوي.

وانګ يي په عین وخت کې امریکا ته څلور لیستونه سپارلي او د واشنګټن پاملرنه يې ورته غوښتې ده.

دغه لېستونه د چین په اړه د ناسمو خبرو او عملونو د اصلاح لېست، د چین د پاملرنې وړ پېښو لېست، د چین د پاملرنې وړ د مصوبو لېست او په ۸ برخو کې د چین او امریکا د همکاريو لېست، ښودل شوي دي.

چين په دغو ۴ لیستونو کې مشخص مالومات او تفصيلات په ډاګه کړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د سموالي او ښه والي لپاره يې اغېزمنه لاره ټاکلې ده.

که امریکا غواړي له چین سره ښې اړیکې ولري، نو خبرې او کړنې يې باید سمون ولري.

د نړیوالو اړیکو بنسټيز اصول ساتل د چین او امریکا د اړیکو د ساتنې او تضمین ښه او مناسبه لار ده.