د روسيې د دوما يا ولسي جرګې مشر وياچيسلاف ولودين د روانې مياشتې په لسمه نېټه ويلي، چې نړۍ لا د " لويې جګړې" پر څنډې نه ده ولاړه.
نوموړي ويلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هېواد د ملي امنیت د ساتنې لپاره پوره هڅې کړي او که هغه په اوکراين کې د ځانګړو پوځي عملیاتو د پیلولو پریکړه نه وای کړې، نو نړۍ ښايي د جګړې څنډۍ ته ټېله شوې وه.
ولودين زياته کړې، چې لویدیځ هیوادونه نه غواړي د اوکرایین کړکېچ له سوله ایزو لارو حل کړي او په دې هڅه کې دي، چې د همدې کړکیچ له لارې روسيه کمزورې کړي او اقتصاد ته يې ضربې ورسوي.
(ژباړه: شکريه)