ښايي د انرژۍ بيو لوړوالی ميليونونه بريتانويان بېوزلۍ سره مخ کړي
CMG2022/07/11 11:07:58
شريکول:

ډيلي ميل د بريتانيا د کارنوال کونسيلټ يا د انرژۍ مشورتي شرکت د وړاندوینې په حواله راپور ورکړی، چې د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې به د بريتانوي کورنیو د انرژۍ کلني لګښتونه له اوسني ۱۹۷۱ څخه ۳۳۶۴ پونډو ته لوړ شي.

 کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د انرژۍ د بيو لوړوالی به د بريتانيا ميلیونونه خلک بېوزلۍ سره مخ کړي.

د بريتانيا حکومت د انرژۍ د څار اداره په منظمه توګه د بريتانوي کورنيو د انرژۍ لګښت د بيو لوړې اندازې خپروي او د جولای په میاشت کې يې د انرژۍ د لګښت اندازه ۱۹۷۱ پونډه ښودلې، چې دا د روان کال په فبرورۍ کې د روسیې او اوکراین د شخړې له پیلیدو دمخه په پرتله ۶۹۳ پونډه زیاتوالی ښيي او د زياتوالي انډول يې ۵۴ سلنې ته رسېدلی دی.


(ژباړه: شکريه)