د جنوب ـ چين د نباتاتو ملي باغ پرانيستل شو
CMG2022/07/11 15:21:06
شريکول:

د جنوب ـ چين د نباتاتو ملي باغ پرانيستونکي مراسم د جولای په يوولسمه نېټه په ګوانګ جو کې تر سره شول.

 دغه باغ په چين کې د بېجينګ د نباتاتو باغ پسې د نباتاتو دوهم ملي باغ  دی.

د جنوب ـ چين د نباتاتو ملي باغ اوس په نړۍ کې د نيمې حاره منطقې د نباتاتو لومړی لوی باغ دی.

 دغه باغ د ۳۳۳ هکتارو په مساحت د نندارې او علمي څېړنو ځايونه لري او د حاره او نيمه حاره منطقې د نباتاتو د روزلو او ساتلو، علمي څېړنو او د اړوندو معلوماتو د خپرولو دندې پر غاړه لري.

له نورو سيمو څخه د ۶۴۳ ډوله نيابو نباتاتو په شمول ۱۷ زره ډوله نباتات دغه باغ ته انتقال شوي او همدلته يې روزنه او ساتنه روانه ده.