د چين په کروندو کې د زيان رسوونکو حشرو د مخنيوي لارې چارې
CMG2022/07/11 15:25:58
شريکول:

د مضرو حشراتو مخه نيول د کرنيزو چارو يوه برخه او د ښو حاصلاتو د تضمين مهم کار دی.

راځئ! په دغو عکسونو کې د چين په کروندو کې د زيان رسوونکو حشرو د مخنيوي لارې چارې وګورئ


۱ـ ډرون د چين په جه جيانګ ولايت د چينګ ښار د شولو پر کروندې د مضرو خزندو ضد درمل پاشي.

د ډرونونو له لارې د مضرو خزندو ضد درمل پاشل د غلو دانو د ناروغيو او مضرو خزندو د مخنيوي  ښه او مناسبه لار ده.

 يو ډرون په ساعت کې پر نژدې ۱۷ هکتارو کروندې درمل پاشلی شي او کاري موثريت يې د انساني ځواک په پرتله ډېر لوړ دی.

۲. د خزندو د مخنيوي لپاره د شمسۍ برېښنا کارول

د چين د ځينو سيمو په کروندو کې بزګران د شمسۍ ډېوې لګوي. شمسۍ په ورځ کې د لمر انرژي زېرمه کوي او په شپه کې ډېوه بلوي.

ډېوې ته مضرې خزندې راځي او په اسانۍ يې وژلی شي.

  هره ډېوه د شاو خوا ۲ – ۳.۳ هکتاره کروندې مضرې خزندې له منځه وړلی شي.

۳.د کروندو په څنډو کې د شيانګ ګن په نوم واښو کرل

د شيانګ ګن په نوم واښه ځانګړی بوی لري او د شولو يو ډول مضرې خزندې راجلبولی شي.

کروندګر شيانګ ګن واښه د پټيو په څنډو يا کونجونو کې کري او کله چې مضرې خزندې دغه واښه وخوري، نو مسمومې کيږي او خپله مري.

۴. د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په ځينو کروندو کې د مضرو خزندو د څار او وړاندوينې ماشينونه ځای پر ځای شوي دي.

دغه ماشينونه په اټوماټيک ډول د مضرو خزندو د راجلبولو، وژلو او راغونډولو چارې ترسره کوي او اړوند معلومات يې د انټرنيټ له لارې د کرهنيزو چارو ځيرک سيستم ته وړاندې کوي.