ولې بايډن له منځني‌ختيځ څخه خپله ليدنه له چين سره نښلوي؟
CMG2022/07/12 15:07:18
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بایډن به روانه اونۍ له اسرائيل، د فلسطين د اردن سيند له لوېديځې غاړې او سعودي عربستان څخه لیدنه وکړي چې دغه سفر به د دې هېواد د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو راهيسې له دې سيمې څخه د ده لومړنۍ ليدنه وي. د جولای په نهمه نېټه واشنګټن ‌پوسټ ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره ويلي چې د جو‌ بایډن دغه سفر د امريکا د خونديتوب او امنيت لپاره ډېر مهم دی او پر دې يې ټينګار کړی چې امريکا دې له چين سره په سيالۍ کې برياليتوب تر لاسه کړي.

که څه هم بايډن د خپل سفر د تشريح کولو لپاره ډېرې ښکلې کليمې کارولې، خو د امريکا د CNN تلويزيوني شبکې دې ته په اشارې سره ويلي چې هېڅ ښکلې کليمې هغه حقيقت نه شي پټولی لکه کوم ناورین چې په اوکراين کې حاکم دی او بلخوا د نفتو په نړيوال بازار کې ګډوډۍ خورې دي، نو همدې ته په پام به د امريکا ولسمشر یادې سیمې ته سفر ونه کړي.

اوس مهال د تېلو د بيو د لوړېدو، په دې هېواد کې د پيسو پړسوب د سختېدو او پر اقتصادي ځوړتیا د امريکايانو د اندېښنې د زياتېدو له کبله د پارلماني ټاکنو په اړه د بايډن حکومت فشارونه هم ډېر شوي دي. د امريکا د انلاين د ټولپوښتنې شرکت(Civiqs) شمېرنې ښيي چې د همدې مياشتې تر نهمې نېټې پورې له بايډن څخه د ملاتړ منځنی انډول په سلو کې دېرش راټيټ شوی او تر دې دمه یاده شمېرنه د نوموړي د نه محبوبیت بېسارې ارزونه په ډاګه کوي.

(( Foreign Affairs)) مجلې ليکلي چې د دغه حالت د بدلېدو کليدي برخه سعودي عربستان دی. څرنګه چې سعودي عربستان په نړۍ کې داسې يوازينی نفت توليدوونکی هېواد دی چې د نفتو د اضافي ظرفيت له خلاصولو سره د تېلو نړيوال بازار ثابت ساتلی شي.

د بايډن د دغه سفر موخه د سعودي عربستان له خوا د نفتو له زياتېدو او ورسره د اړيکو له ترميمولو سره تړاو لري، خو ولې هغه خپل سفر له چين سره نښلوي؟

اوس د واشنګټن په سياسي ډګر کې دا يو عادي کار نه دی چې د چين پر ضد مبارزه د امريکايي سياستوالو لپاره تر ټولو سم انتخاب دی. هر هغه کار چې د چين پر ضد وي، معقول ګڼل کېږي. په ۲۰۱۸ کال کې بايډن د سعودي عربستان د خبريال جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته پر سعودي ولیعهد سخته نيوکه وکړه او و يې ‌ویل چې سعودي عربستان به د ګردې نړۍ له خوا وغندل شي. خو اوس د کورنيو فشارونو پر وړاندې د بايډن حکومت خپله رويه بدله کړې چې دا د دې هېواد په دننه کې د ډېرو جنجالونو لامل کېږي. له چين سره د سيالۍ يادونه د امريکايانو د پام د اړولو او د ده د ياد سفر د دفاع کولو لپاره يوه وسيله ده.( ProjectSyndicate) وېبپاڼې په خپلې مقالې کې دې ته په اشارې ويلي چې که بايډن له سعودي عربستان څخه لیدنه له چين سره د سړې جګړې د ستراتېژۍ يوه برخه وبولي، نو ښایي کورنی پوهاوی تر لاسه کړي.

رښتيا ده چې دغه وېبپاڼې د بايډن د دغه سفر بله مهمه موخه په ګوته کړې ده. بايډن هم په خپلې مقالې کې ليکلي چې موږ بايد له روسيې سره د مقاومت او له چين سره په سيالۍ کې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره له هغو هېوادونو سره مستقيم تماس ونيسو چې د سيالۍ پر پایلو اغېزه کولی شي. دا یې هم ښکاره کړې چې امريکا غواړي منځنی‌ ختيځ  له چين او روسيې سره د ستراتېژيکو سياليو ډګر وټاکي.

د بايډن حکومت د واکمنېدو راهيسې امريکا نړيوال ستراتېژيک پام اسيا او ارام سمندر سيمې ته اړولی دی، خو د منځني‌ ختيځ په اړه د تګلارې غوره کولو په برخه کې هېڅ لاسته راوړنې نه لري.

خو په ورته وخت کې منځني ‌ختیځ د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ د مرکز په توګه له چين سره په همکاريو کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د بېلګې په توګه د يوې شمېرنې له مخې له ۲۰۰۰ کال تر ۲۰۲۱ کاله پورې د سعودي عربستان او امريکا ترمنځ سوداګريز ارزښت له ۲۰ ميلیاردو او پنځو سوو ميليونو امریکايي ډالرو څخه تر ۲۴ ميلياردو او ۸۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو پورې زياتوالی ښيي خو په همدې موده کې د سعودي عربستان او چين ترمنځ سوداګريز ارزښت له درې ميلياردو امريکايي ډالرو څخه تر ۶۷ میلیاردو امريکايي ډالرو پورې لوړ شوی دی. د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ وړانديز د ۲۰۳۰ کال د سعودي عربستان له پلان سره نښلولی چې د دې هېواد د پرمختګ لپاره يې نوي فرصتونه برابر کړي دي.

نو ځکه که بايډن غواړي چې د خپل سفر له لارې د منځني ‌ختيځ له هېوادونو سره د چین ضد کوچنۍ ډله جوړه کړي، د ده موخه به خامخا ناکامه شي.