ښکلی يون نان
CMG2022/07/12 10:44:02
شريکول:

يون نان ولايت د چين په جنوب ختيځ کې دی او د ملي لږکيو  شمېر پکې د دغه هېواد د نورو ولايتونو په پرتله زيات دی. د دغه ولايت د سرحدي پولې اوږدوالی ۴۰۶۰ کيلومتره دی او ۲۵ سرحدي ښارونه او ولسوالۍ يې له ميانمر، لاوس او ويتنام سره ګډې پولې لري او سرحدي سيمې يې د ملي لږکيو او بهرنيو هېوادونو د کلتورونو له ځانګړتياوو مالامالې دي.

د چين يون نان ولايت له تېرو څو کلونو راهيسې د خپل جغرافيايي موقعيت د وړتياوو له لارې د جنوبي اسيا او جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو سره د ټرانسپورټي لارو ابادي پياوړې کړې او  چټک پرمختګونه يې کړي دي.

۱.د يون نان ولايت  ژوی لي ښار له ميانمر سره ګډه پوله لري.

۲.د يون نان د سور سيند بندر له ويتنام سره ګډه پوله لري او هلته د سرحدي سوداګرۍ په يو بازار کې د ويتنام سوداګريز توليدات ډېر پيدا کيږي.

۳.د يون نان د شيشوانګبانا د دای قوم په کورواکې سيمې کې د شپې پر مهال د لانڅانګ سيند د دواړو غاړو ښکلې ډېوې

۴. اورګاډی د چين او لاوس ترمنځ  پر غځېدلې پټلۍ روان دی او د يون نان د يوانجيانګ پل څخه د تېرېدو په حال کې دی.

۵. د چين او لاوس ترمنځ باروړونکی اورګاډی، چې د چونګ چينګ ښار توليدات پکې بار دي، د يون نان ولايت له لارې د ويتنام پلازمينې وينتيان ته رسيدلی دی.