روغتیا نړیوال سازمان د جولای په ۱۱مه نېټه یوه تازه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۵ بجو او ۲۴ دقیقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا ۲۷۱ زره او ۷۲۱ نوې پېښې ثبت شوي او عمومي شمېر يې ۵۵۲ میلیونو، ۵۰۴ زرو او ۶۲۹ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په يادې مودې کې د دې وبا له امله ۳۸۸ تنه مړه شوي او د مړینې عمومي شمېر يې ۶ میلیونو، ۳۴۷ زرو او ۸۱۶ ته رسېدلی دی.
(هیله)