د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په دې وروستیو کې له خپل امريکايي سیال انتوني بلېنکن سره کتلي او نوموړي ته يې د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو په پار د چين څلور لېستونه سپارلي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جولای په ۱۱مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په دغو لېستونو کې د چین په اړه د ناسمو خبرو او عملونو د اصلاح لېست، د چین د پاملرنې وړ پېښو لېست، د چین د پاملرنې وړ د مصوبو لېست او له اقلیمی بدلون سره د مقابلې، د عامه روغتیا او کلتور په شمول ۸ برخو کې د چین او امریکا د همکاريو لېست، شامل دي.
وانګ ون بین وویل، چې د چین دغه لېستونه د دې ښکارندويي کوي، چې واشنګټن بايد د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د چین د حاکمیت او امنیت او پرمختګ پر وړاندې زیانمنې کړنې پای ته ورسوي.
بېجينګ غواړي، چې د متقابل احترام او د ګډو ګټو پر بنسټ له واشنګټن سره عملي همکارۍ ولري.
وانګ ون بين هيله وښوده، چې واشنګټن دغو لیستونو ته جدي پاملرنه وکړي او د ولسمشر جوبايډن او حکومت يې د ژمنو د پوره کولو لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي.
(هیله)