روسيه د نورډ سټريم ـ۱ د ګازو پايپ لين ترميموي
CMG2022/07/12 11:07:07
شريکول:

 تاس خبري اژانس د جولای په ۱۱ مه نېټه خبر ورکړی، چې روسيې په همدې ورځ د نورډ سټريم ـ ۱ (Nord Stream 1) د طبيعي ګازو پايپ لاين پر ترميمونې کار پېل کړی او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې به یې بشپړ کړي.

د مالوماتو له مخې، روسيې د تېر کال په جولای کې هم ياد پايپ لاين ترميم کړی و.

المان انديښنه ښودلې، چې روسيه ښايي د پایپ لين تر ترميم  وروسته پر دغه هېواد او اروپا  ګاز بند کړي.

 (مينه)