سروې: په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د عربي هېوادونو خلک پر لويديځې ډيموکراسۍ بې باوره دي
CMG2022/07/12 14:52:20
شريکول:


بي بي سي څه موده مخکې د خلکو د نظريو مالومولو د يوې نړيوالې ادارې سروې خپره کړې، چې له مخې يې په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د عربي هېوادونو خلک د لويديځو هېوادونو پر ډيموکراسۍ بې باوره دي او اکثريت يې پر دې اند دي، چې لوېديځه ډيموکراسي اقتصادي ثبات نه شي راوستلی.

په يادې سروې کې د ۲۰۲۱م کال له پايه د روان کال تر پسرلي پورې ۲۳ زرو کسانو ګډون کړی او غوڅ اکثريت يې پر دې اند دي، چې د لوېديځې ډيموکراسۍ تر چتر لاندې هېوادونو کې اقتصادي ځوړتيا راغلې ده.

په تېرو لسو کلونو او په ځانګړې توګه پنځو کلونو کې د دغو سيمو زيات خلک په دې نظر وو، چې د لويديځو هېوادونو ډيموکراسي د اقتصاد پياوړتيا، ټولنيز نظام او ثبات ساتلو کې ښه رول نه لري او د حکومت اغيزمنو کارونو ته هم ګټې نه رسوي.