د امريکا سي اين بي سي ټلويزيون د جولای په ۱۱مه نېټه د ټي ډي سکوريټيس (TD Securities) د نړيوالو ستراتيژيو د مشر ريچارډ کيلي په قول خبر ورکړی، چې په راتلونکي کې د امريکا اقتصاد د شاتګ امکانات له ۵۰ سلنې زيات دي.
نوموړي د يادو امکاناتو د زياتېدو لاملونه د ګازو لوړې بيې، د فيدرالي زيرمې ادارې سختې تګلارې او د نورو هېوادونو ورو اقتصادي پرمختګ ښودلي دي.
نوموړي ويلي، دا اټکل نه شي کولی، چې د امريکا د اقتصاد لوېدنه به کوم وخت کې رامنځته شي، خو ډېر ممکن د روان کال د دويمې ربعې په پای کې به ښکاره شي.
موزينيک د نړيوالې پانګونې شرکت هم په همدې ورځ ويلي، چې د امريکا اقتصاد به خامخا شاتګ وکړي.