شي جين پينګ د تايوان تنګي د ځوانانو فورم ګډونوالو ته ځوابي پيغام ليږلی
CMG2022/07/12 15:15:51
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په يوولسمه نېټه د تايوان تنګي د ځوانانو فورم ګډونوالو ته ځوابي پيغام استولی او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ځوانان يې هڅولي، چې د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ګډ خدمتونه وکړي.

 نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، چې د وطن او ملت راتلونکی د ځوانانو پر غاړه دی. چين به په پر له پسې توګه د تايوان تنګي د دواړو غاړو ځوانانو د متقابلو زده کړو او د تجربو د تبادلو لپاره ښې زمينې او د چين په ستره برخه کې به د تايوان ځوانانو د ښوونې، روزګارۍ، د چارو د جوړولو او ښه ژوند لپاره ډېرې زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې د تايوان له ګډونوالو ځوانانو څخه هيله کړې، چې د تايوان له ځوانانو سره د چين د سترې برخې  تجربې او احساسات شريک کړي، څو د تايوان زيات ځوانان د چين د سترې برخې په اړه معلومات تر لاسه کړي او د سترې برخې له ځوانانو سره يو موټی پاتې او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

د تايوان تنګي د دواړو غاړو ځوانانو د شلمې دورې فورم د جولای له يوولسمې نېټې څخه تر دوولسمې نېټې پورې د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې تر سره شو. هغو ۵۰ تايواني ځوانانو، چې  په ياد فورم کې يې ګډون کړی و، شي جين پينګ ته پيغام ليږلی دی. دوی په دغه پيغام کې د وطن په ستره برخه کې د زده کړو، کار او ژوند تجربې او احساسات بيان کړي  او د چيني ملت د بيا سمسورتيا او د هېواد د يووالي لپاره يې خپل ټينګ هوډ څرګند کړی دی.