چين د یمن مسئلې د سیاسي حل غوښتنه وکړه
CMG2022/07/12 11:07:32
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي مرستیال استازي دای بین د جولای په ۱۱مه نېټه د امنیت شورا د یمن مسئلې په یوې مباحثوي غونډې کې وویل، چې په یمن کې د شخړې ښکېلو خواوو ترمنځ لنډمهاله اوربند ساتل شوی او د دغه هېواد د امنیت او بشردوستۍ په حالاتو کې فعال بدلون راغلی دی، خو د دغه اوربند موده به د راتلونکی اګست تر ۲مې نېټې پورې دوام ولري او د يمن خلک او نړيواله ټولنه هيله لري، چې د جنګ ښکېلې خواوې اوربند وغځوي.

دای بین هيله وښوده، چې د یمن بېلا بېلې خواوې د خپل هېواد مسئلې پر سیاسي حل ټينګار وکړي او د دغې مسئلې د دایمي حل لاره ولټوي. 

دای بین زیاته کړه، چې یمن اوس د غلودانو له سخت بحران سره مخ دی او د بشردوستۍ وضعیت پکې خراب حالت ته رسیدلی دی.

نوموړي د ملګرو ملتونو پر اړوندو ارګانونو غږ وکړ، چې د یمن د بشردوستۍ وضعیت د ښه والي لپاره کوښښونه وکړي.

 (هيله)