د سريلانکا پارلمان به نوی ولسمشر وټاکي
CMG2022/07/12 10:18:24
شريکول:

د سريلانکا د پارلمان مشر ماهيندا ياپا ابيواردنا د جولای په ۱۱ مه نېټه ويلي، چې پارلمان به يې د روانې مياشتې په ۲۰ مه نېټه نوی ولسمشر وټاکي.

نوموړي په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د سريلانکا سیاسي ګوندونو په همدې ورځ يوه غونډه تر سره کړې ده.

د مالوماتو له مخې، د سريلانکا پارلمان به د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه يوه غونډه تر سره کړي او په ۱۹ مه نېټه به د ولسمشر نوماندان وټاکي او نوی ولسمشر به په ۲۰مه نېټه په رايګيرۍ سره رامنځته شي.

نوی ولسمشر به اېتلافي حکومت جوړ کړي.

(مينه)