د جولای ۱۱ مه د وګړو نړيوالې ورځې سره برابره ده. ملګرو ملتونو په همدې ورځ د نړيوال نفوس د ډېريدو اټکلي راپور خپور کړی، چې له مخې يې د نړۍ نفوس ښايي د سږ کال د نومبر په نيمايي کې له ۸ ميليارډو څخه پورته شي.
د ملګرو ملتونو وړاندوينه ښيي، چې نړيوال نفوس به په ۲۰۳۰م کال کې ۸ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو او په ۲۰۵۰م کال کې به ۹ ميليارډو او ۷۰۰ مليونو ته ورسيږي.
د ملګرو ملتونو ياده وړاندوينه ښيي، چې تر ۲۰۸۰م کال پورې به د نړۍ د وګړو شمېر ۱۰ ميليارډو او ۴۰۰ مليونو ته ورسيږي او د روانې پېړۍ تر پايه به دغه شمېر وساتل شي.