د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د جولای په ۱۱مه نېټه له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره ټلیفوني خبرې کړي او پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاريو او د اوکراین پر وضعیت يې بحثونه کړي دي.
کرېمليین ماڼۍ خبر ورکړی، چې دواړو مشرانو په دغو ټلیفوني خبرو کې دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته ډېره پاملرنه ښودلې او د اړوند قانوني بنسټ د بشپړولو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو، د خپل هېواد په پيسو د راکړې ورکړې او ترکیې ته د روسیې د انرژۍ برابرونې د دوام په شمول د ځينو مسئلو په اړه د نظریو تبادلې کړې دي.
(هیله)