چین: جاپان باید له تاریخ څخه عبرت او درس واخلي
CMG2022/07/12 10:12:49
شريکول:

د جاپان واکمن اتحاد د مشرانو جرګې په ټاکنو کې بریالی شوی او د اساسي قانون اصلاح غوښتونکو کې يې دوه پر درېیمه برخه څوکۍ خپلې کړې دي.

 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جولای په ۱۱مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې جاپان باید له تاریخ څخه عبرت او درس واخلي او په ريښتنو کړنو باید د ګاونډیو او نړیوالې ټولنې باور تر لاسه کړي.

نوموړي وویل، چې چین غواړي له جاپان سره د څلور لاسلیک شویو سیاسي سندونو د اصولو له مخې خپلمنځي دوستانه اړیکې پرمخ يوسي.

د جاپان د اساسي قانون د اصلاح مسئله د نړیوالې ټولنې او د جاپان د ګاونډیو هېوادونو ډېره پاملرنه را جلب کړې ده.

وانګ ون بين هيله مندي وښوده، چې جاپان به له تاريخ څخه ښه عبرت او درس واخلي، د سوله ييز پرمختګ پر لارې به ټينګار وکړي او په ريښتنو کړنو به د اسیايي ګاونډيو او نړیوالې ټولنې باور تر لاسه کړي. (هیله)