په اورګاډي کې د مينې تخم شيندل
CMG2022/07/12 15:17:50
شريکول:

د چين ټي ۹۵۲۶ نمبر چټک اورګاډی د شينجيانګ د اروموچي او ختن ترمنځ‌ تګ راتګ کوي او ټول ۱۹۹۶ کيلومتره واټن وهي.

د دغه چټک اورګاډي مشره مهربان حيات نوميږي او د اورګاډيو په ادارې کې ۲۰ کاله کيږي، چې کار کوي.

مهربان حيات د شينجيانګ د پټلۍ او اورګاډو د پرمختګ تاريخ له نږدې څارلی او ليدلی دی او مسافرو ته د خدمت تر څنګ، په اورګاډي کې د شينجيانګ ځانګړي کرنيز پيداوار او سيلانيز ځايونه هم معرفي کوي.

ځينو ځوانو مسافرينو د مهربان حيات د مالوماتو پر اساس ويډیوګانې جوړوي او د ټولنيزو رسنيو له لارې يې خپروي. دغو ويډيوګانو د ځايي زراعتي محصولاتو د خرڅلاو او د کليوالو سيمو د سمسورتيا لپاره ځانګړي خدمتونه کوي.