د امريکا يوه پخواني چارواکي اعتراف وکړ چې په بهرني هېواد کې يې کودتا طرحه کړې وه
CMG2022/07/13 22:17:47
شريکول:

د امریکا د پخواني ولسمشر د ملي امنیت چارو مرستیال سلاکار، جان بولټن د جولای په ۱۲مه نېټه له خبريال سره په مرکه کې اعتراف وکړ چې ده په بل هېواد کې د کودتا په طرحه کې ګډون ګړی و.

ريوټرز خبري آژانس ویلي،  دا معمولي خبره نه ده چې امريکايي چارواکي په علني توګه د اعترف کوي، چې د نورو هېوادونو د ګډوډۍ په جوړولو کې لاس لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۱۳مه نېټه د دغه وزارت په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه خبر د حيرانتيا وړ نه دی او ترې څرګندېږي، چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه او د نورو هېوادونو د حکومتونو ړنګول د امريکا د حکومت معلوم اصل دی او دا د امريکا د مقرراتو یوه برخه ګرځيدلې ده. نړيوال د امریکا له دې اصل سره مخالف دي.