شي جين پينګ د انټرنېټ نړيوال کنفرانس سازمان د جوړېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام لېږلی
CMG2022/07/13 09:55:04
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۲ مه نېټه د انټرنېټ نړيوال کنفرانس سازمان د جوړېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په دې پيغام کې ليکلي، چې انټرنېټ د انسانانو سرنويشت غوټه کړی او د راتلونکي په اړه يې بايد بېلا بېل هېوادونه ګډې هڅې وکړي.
  چين به له نړيوالې ټولنې سره يوخای د دغه سازمان د جوړېدو له مهم فرصته ګټه واخلي او د لاعادلانه، پرانيستي، ټولشموله، خوندي، ثابت او ژوندي ځواک درلودونکې انټرنېټي فضا د جوړولو لپاره به ګډې هڅې وکړي او نړيوالو ته به زياتې ګټې ورسوي.