د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۱۲ مه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې چين به په دوامداره توګه په خپل توان د سريلانکا له اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سره مرسته وکړي.
نوموړي وويل، چې سريلانکا اوسمهال له ستونزو او ننګونو سره مخ ده او چين د سريلانکا د خلکو ستونزې درک کړي او په غم کې ورسره ځان شريک بولي.
نوموړي زياته کړه، چې چين سريلانکا ته د خوراکي او طبي توکو په شمول بېړنۍ بشري مرستې لېږلي او د سريلانکا د حکومت، ځايي ادارو او همکاريزو سازمانونو له لارې به د دغه هيواد بېلا بېلو خواوو سره بیا بیا مرستې وکړي.
(مينه)