د چین بهرنیو چارو وزیر د آسیان په سکرتریت کې وینا کړې
CMG2022/07/13 10:24:32
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په يوولسمه نېټه په يوې خبري غونډې کې وويل، چې د دغه هېواد د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د آسيان له سکرتريت څخه ليدنه او وينا کړې ده.

وانګ ون بين وويل، چې د وزير وانګ يي په نظر د اسيا پر مخ دوه لوري دي، چې يو له بل سره په ټکر کې دي.

نوموړي يو لوری پرانستي سيمه ييزم ته غاړه کېښودل، د څو اړخيزم ساتل، د پرمختګ پر لومړيتوب ټينګار، ګټورو همکاريو ته ژمنتيا، له کرونا وبا څخه د سيمه ييزو هېوادونو د ژر خلاصون او هراړخيز پرمختګ تر لاسه کول او بل لوری يې د سړې جګړې په څېر د پخوانيو فکرونو بیا راپورته کول، د تړلو بلاکونو سیاست کې ښکېلېدل، د سیمه ییزو هېوادونو د ارزښتونو له مخې طبقه بندي کول، د سیمه ییز اقتصاد تنظیمول او د اسیا- پاسیفیک د امنیت ميکانيزم د ناټو په شان جوړول ښودلی دی.

وانګ يي له وينا وروسته د تايوان مسئلې په اړه هم د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې د تايوان تنګي دواړه خواوې په يو چين پورې اړه لري او تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او سره له دې چې د تايوان تنګي دواړه خواوې له يوې مودې راهيسې په سياسي شخړه کې ښکېلې دي، خو د چين ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا يې نه ده وېشلې او همدا د تايوان مسئلې رښتينی حالت دی.

(ژباړه: شکريه)