د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې او ترانسپورټ وزارت د جولای په ۱۲ مه نېټه د دغه هېواد د سړکونو پلان خپور کړی، چې له مخې يې په ۲۰۳۵م کال کې به په دغه هېواد کې د سړکونو عمومي اوږدوالی۴۶۱ زرو کيلومترو ته ورسيږي او دغه شمېر يې د ۲۰۱۳م کال د پلان په پرتله ۶۰ زره کيلومتره زياتوالی ښيي، چې پکې د ګړنديو سړکونو په اوږدوالي کې يې ۲۶ زره کيلومتره زياتوالی او د عامو سړکونو په اوږدوالي کې يې ۳۴ زره کيلومتره زياتوالی راغلی دی.