په ارزګان کې سختو بارانونو او سیلابونو ۲۶کسان مړه کړي
CMG2022/07/13 09:54:18
شريکول:

د افغانستان د ارزګان ولايت په ځينو سيمو کې د پرله پسې سختو بارانونو او سېلابونو له کبله ۲۶ کسان مړه شوي، لسګونه کورونه ويجاړ او پراخې کروندې له منځه تللې دي.
تېره اوونۍ په پکتيا، پروان، زابل، نورستان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سخت بارانونه اورېدلي او خلکو ته يې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.