چين د بشري حقونو په برخه کې د امریکا له خوا پر دغه هېواد لګېدلي تورونه رد کړل
CMG2022/07/13 17:00:30
شريکول:

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۰ مه غونډه کې د امريکا د برياليتوبونو لېسټ خپور کړی، او ادعا يې کړې چې امریکا په چین کې د بشري حقونو حالت غندي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۱۳مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل،‌ چې امريکا باید د خپل هېواد د بشري حقونو د وضعيت لېست خپور کړي، نژداي تبعيض دې ختم کړي، امریکايي ماشومان دې له وسله والو بريدونو وساتي، د هغوی حقوق دې خوندي کړي او له کرونا وبا څخه دې د امریکایانو ژوند وژغوري.

نوموړي وويل، چې د امريکا په ياد لېست کې لا هم د افغانستان د بشري حقونو مسئله ياده شوې، په داسې حال کې چې امريکا خپله د افغانستان د بشري حقونو د تراژيدۍ اصلي عامله ده.

وانګ ون بين  دغه راز ويلي «امريکا به کله هغه قاتل ته قانوني سزا ورکړي،‌ چې بې ګناه افغانان يې وژلي؟ او کله به د افغانانو اووه میلیارډ ډالر برمته شوې شتمي بېرته ورکړي؟