د اروپا او اسيا د ځمکني ټرانسپورټ د نړيوال محور د ابادۍ په برخه کې د شينجيانګ لاسته راوړنې
CMG2022/07/13 15:36:56
شريکول:

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د جولای په ديارلسمه نېټه، ۷۷مه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د شيجيانګ د اروموچي د نړيوال ځمکني بندر د پرمختګ خدمتي مرکز مرستيالې جونګ هه هوا د دغې غونډې ګډونوالو ته د اروپا او اسيا د ځمکني ټرانسپورټ د نړيوال محورد ابادۍ او د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ په اړه معلومات ورکړل.

د اروموچي نړيوال ځمکنی بندر د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې د ابادۍ يوه نمونوي پروژه ده او د دې پروژې د جوړولو کارونه د ۲۰۱۵میلادي کال په پای کې پيل شوي وو. د اروموچي نړيوال ځمکنی بندر د ۶۷ مربع کيلومتره مساحت لري او د لوېديځو او ختيځو سيمو د نښلولو مهم ټرانسپورټي مرکز بلل کيږي، چې هلته د پټليو، هوايي کرښو او سړکونو ټولشموله او بشپړه ټرانسپورټي شبکه جوړه شوې ده.

اغلې جونګ هه هوا وويل، چې د اروموچي د نړيوال ځمکني بندر له جوړېدو راهيسې د دغه بندر له لارې د چين او اروپا ترمنځ څه باندې ۵۹۰۰ باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او په دغه بندر کې د پټليو شمېر ۲۱ ته رسيدلی دی، چې د ۱۹ اروپايي او اسيايي هېوادونو ۲۶ ښارونو ته غځېدلی دی.