ترکي کارپوه: امریکا غواړي د اوکراین ناورین په کارولو، د نړۍ د څو قطبي کېدو ګامونو مخنیوی وکړي
CMG2022/07/13 15:16:17
شريکول:

د ترکیې د (Maltepe) مالتپې پوهنتون د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو د پوهنځي پروفیسور حسن اونل (Hasan Unal) د چین میډیا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، چې د اوکراین ناورین اصلي لامل د نړۍ د یو قطبي تسلط او څو قطبي کېدو ترمنځ مبارزه ده. امریکا غواړي د اوکراین ناورین په کارولو د نړۍ د څو قطبي کېدو د ګامونو مخنیوی وکړي، خو کړنه يې له تاریخي تمایل سره سمون نه لري او هرومرو به ناکامېږي.

پروفیسور اونل وویل، د امریکې په مشرۍ ناټو سازمان د ختيځ پر لوري د نه خوځېدو په اړه له خپلې ژمنې څخه سرغړونه کړې، په تېرو۳۰ کلونو کې يې د پولنډ، چک، هنګري، رومنیا او بلغارستان په شمول ځیني هېوادونه د خپلو غړو په توګه منلي او د روسیې لپاره يې مستقیم ګواښوي. نوموړي وویل، چې د اوکراین کړکېچ لامل د ختيځ پر لوري د ناټو خوځېدل هم دي، د اوکراین او روسیې سرحدي سیمه به له مستقیم ګواښ سره مخ وي، نو روسیه دا بيخي نه مني. د دغه کړکېچ تر شا ژور لامل د یوقطبیز تسلط او څو قطبي کېدو ترمنځ مبارزه ده. هغه وویل

((د اوکراین کړکېچ تر شا ژور لامل پر روسیې د ناټو لمسون دی، څرنګه چې امریکا غواړي د دغه کړکېچ له لارې روسيه کمزوری کړي. ))

د پروفیسور اونل په اند، واشنګټن د خپل یو قطبیز تسلط د ساتلو لپاره د نورو ګټې قرباني کوي. د اوکراین د خلکو اوسنی حالت رښتینې څرګندونه ده. په ټوله اروپا کې کوم یو مشر خپلو خلکو ته د انرژۍ بیې او د ژوند لګښت د لوړتیا رښتیني لاملونه نه دي ویلي، خو یوازې د روسیې ګواښ تیوري يې خپره کړې او د خلکو پر نظريې يې ناسمې لارښوونې کړې.

پروفیسور اونل دې ته اشاره وکړه، چې د امریکې حکومت تر شا د وسلو سترې کمپنۍ د اوکراین په کړکېچ کې زیاتې ګټې او پیسې تر لاسه کړې، خو امریکایان د دغه کړکېچ له امله سخت زیانمن شوي هم دي. اوس د امریکې خلک مجبور دي چې په لوړه بیه انرژي واخلي او له لوړ انفلاسیون سره مخ دي. د اوکراین کړکېچ د منفي اغېزې له امله، په امریکا کې اوسنی انفلاسیون له ۴۰ کلونو راهیسې تر ټولو لوړ دی او د وزګارتیا لوړه کچه هم د ټکان وړ ده.

پروفیسور اونل زیاته کړه، چې که څه هم امریکې د خپل یو قطبي تسلط د ساتلو لپاره رنګارنګ تدبیرونه نیولي، خو د نړۍ څو قطبي کېدل مخه نه نيسي. اوس د واشنګټن په زورواکۍ کې کمزورتیا رامنځته شوې او یوه څو قطبیزه نړۍ مخ په جوړېدو ده. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې د نړۍ څو قطبیز کېدو بهیر په لنډ وخت کې نه ترسره کېږي او دغه بهیر به له مقابلو او جنجالونو څخه برخمن وي، څرنګه چې امریکا به خپل یو قطبیز تسلط په اسانه له لاسه نه ورکوي او په دوامداره توګه به يې خیالي دښمنان جوړ کړي، نوي اقتصادونه به وځپي او د پخواني نظام د ساتلو لپاره به تر خپلې وسې او امکاناتو پورې هڅې وکړي.

پروفيسور اونل وویل، چې د امریکا په شمول ځيني لوېدیځ هېوادونه د "دښمنانو" پرته ژوند نشي کولی. په یوه داسې نړۍ کې چې "دښمن" نه وي، دوی نشي کولی خپل ځان وپېژني او خپل شتون تشریح کړي. موږ د لوېدیځو هېوادونو د ژور سیسټم پوهېدو ته اړتیا لرو، چې پکې به تل "دښمنان" وي، او د اړتیا په صورت کې د وسلو سیالي او له نورو هېوادونو سره به ايتلاف کوي. د دوی د ژوند شکل په تاریخ کې همداسې دی او په راتلونکي کې به هم همداسې وي.