ايران: د لوېديځو هېوادونو د بادارۍ کړنې د چاپېريال مسئلې د رامنځته کېدو عمده لاملونه دي
CMG2022/07/13 10:21:01
شريکول:

د ايران ولسمشر ابراهيم ریئسي د جولای په ۱۲مه نېټه په تهران کې د سيمه ييز چاپيريال د وزيرانو په غونډې کې ويلي، چې لوېديځو هېوادونو په تېرو پيړيو کې په ډېرو هېوادونو په تېره بيا په مستعمره هېوادونو کې په بې نظمۍ طبيعي سرچينې لوټ کړي او د خپل اقتصادي پرمختګ د موندلو لپاره يې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې ډول ډول ککړ توکي جوړ کړي دي. ریئسي د لوېديځو هېوادونو د بادارۍ لټولو کړنې د چاپيريال مسئلې د رامنځته کېدو عمده لاملونه بللي او ويلي يې دي، چې همدغه هيوادونه باید د چاپيريال ساتنې لا زيات مسئوليت پر غاړه واخلي.

نوموړي ويلي، چې د شګو توپانونو په شمول د چاپيريال د ډېرو ننګونو پر وړاندې مقابله يوه نړيواله مسئله ده او د نړيوالې ټولنې او سيمه ييزو هېوادونو ټينګ هوډ ته اړتيا لري.

ولسمشر ریئسي زياته کړې، چې د چاپيريال د مسئلې حل وفصل پر سيمه ييزو همکاريو او پيوستون تکیه لري او ايران د چاپيريال له ننګونو او ستونزو سره د مقابلې لپاره د سيمه ييزو همکاريو او پيوستون هر کلی کوي.

 

(غاټول)