امريکايي ځواکونه وايي، په سوريه کې يې د داعش يو مشر وژلی
CMG2022/07/13 10:31:18
شريکول:

د امريکا مرکزي قوماندانۍ د جولای په ۱۲ مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د سوريې په شمال لوېديځ يوې علاقه دارۍ کې د بېپيلوټه الوتکو په وسيله پوځي عمليات ترسره کړي او د داعش يو مشر يې وژلی دی.
اعلاميه وايي، وژل شوی کس چې ماهر العقال نومېده، د داعش له پنځو لوړپوړو مشرانو څخه و او هم په سوريه کې د دغې ډلې د فرعي څانګې مشر و او له سوريې او عراق پرته يې نورو ځايونو کې هم د دغې ډلې د چارو پرمخبيولو دندې پر غاړه درلودې.
اعلاميه زياتوي، چې امريکايي ځواکونو د وژل شوي داعشي مشر يو بل نږې ملګری هم سخت ټپي کړی دی.
امريکايي ځواکونه وايي، چې يادو عملياتو کې يې عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اړولې.