تهران: د ايران د اټومي تړون د بيا پيل په هکله د امريکا خبرې له عمل سره ټکر لري
CMG2022/07/13 10:24:57
شريکول:

 د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د جولای په ۱۲مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د امريکې چارواکي  په خبرو کې هيله ښيي، چې د ايران د اټومي تړون پر سر خبرې بيا پيل کړي، خو برعکس بیا په عمل کې پرې زيات فشارونه اچوي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن پلان لري، چې په نژدې راتلونکې کې له منځني ختيځ څخه ليدنه وکړي. نوموړي په دې وروستيو کې په يوې مقالې کې ويلي، چې حکومت به يې په ډيپلوماتيکو او اقتصادي برخو کې پر ايران فشارونو ته دوام ورکړي،  تر څو دغه هېواد مجبور کړي، چې اټومي تړون بیا پلی کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د جولای په ۱۱مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې ډيپلوماسي يوه طرفه لاره نه ده، امريکا باید انعطاف منونکې رويه غوره او ګټور وړانديز وکړي، تر څو دواړه خواوې ګټور تړون ته ورسيږي.