په کابل کې د مېرمن کلتوري بهير کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
ماشومې غرڅنۍ د مشاعرې له دريځه پر سرپرست حکومت په واړه خوله غږ کړی، چې د نجونو ښوونځي پرانيزي.
غرڅنۍ وايي:
له سرپرست حکومت غواړم،
چې ښځې کار ته پرېږدي،
جنګۍ مکتب ته پرېږدي،
د مکتب دروازې خلاصې کړي،
زه ډاکټره شم او زه به مې د خلکو خدمت وکړم.