په ترکیه کې د اوکراین د غلودانو د صادراتو څلوراړخیزه غونډه ترسره شوه
CMG2022/07/14 10:57:59
شريکول:

د ترکیې، روسیې، اوکراین او ملګرو ملتونو استازو د جولای په ۱۳مه نېټه په استانبول کې د تور سمندر له لارې د اوکراین غلودانو د صادراتو په اړه څلور اړخیزه غونډه ترسره شوې او ګډونوالو يې موافقه کړې، چې د غلودانو د امنیت د تضمین لپاره به د همغږۍ مرکز جوړ کړي. 

د ترکیې د دفاع وزیر هوروس اکار تر غونډې وروسته یوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې د غونډې ګډونوالو پر بنسټیزو تخنیکي مسئلو موافقه کړې او په استانبول کې به د همغږۍ یو مرکز جوړ کړي او دغه مرکز به له یاد بندر څخه د بېړیو د تګ راتګ ګډه څارنه وکړي او د غلودانو د ليږدولو امنیت به ونيسي.

 روسیې او اوکراین هم موافقه کړې، چې د نورو تفصیلاتو په اړه به په ترکیه کې راتلونکې اوونۍ  بیا خبرې اترې وکړي.

(هیله)