فلسطين ته د امريکا د ولسمشر سفر يوازې ننداره ده
CMG2022/07/14 11:23:21
شريکول:

د امریکا ولسمشر جو بايډن د جولای په ديارلسمه نېټه اسرائيل ته رسیدلی او ټاکل شوې، چې د همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه د اردن سيند د لويديځې غاړې په بيت المقدس کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره هم وګوري.

 دغه سفر د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو راهيسې له دې سيمې څخه د بايډن لومړۍ ليدنه ده.

 د فلسطين د سولې او ډيموکراسۍ د څېړنيز مرکز سلاکار نصیب معلم نصف معلیم ويلي، چې فلسطين ته د بایډن سفر يوازې يوه ننداره ده او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو د حل لپاره هيڅ ګټه نه لري او نه هم فسلطينيان اوس پر امريکا باور لري.

 معلم زياته کړې، چې بايډن د دې سفر له لارې غواړي، چې په کور دننه  فشارونه کم کړي، ځکه امريکا له اقتصادي او ټولنيزې پرزیدا سره مخ شوې او له دې کبله له بايډن څخه د خلکو د ملاتړ انډول هم ټيټ شوی دی.

بايډن هڅې کوي، چې په بهرنيو هېوادونو په تېره منځني ختيځ کې لاسته راوړنې ولري او له دې لارې خپل لارښوونکی مقام وساتي.

 (غاټول)