د پاکستان امنيتي ځواکونو شپږ ترهګر وژلي
CMG2022/07/14 11:19:27
شريکول:

د پاکستان پوځ د جولای په ۱۳مه نېټه ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې په شمالي وزيريستان کې د ترهګرۍ پرضد عمليات کړي او شپږ ترهګر يې وژلي دي

 د پاکستان پوځ د مطبوعاتو ادارې په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې د شمالي وزيرستان په دته خېلو دیدا هیلر سیمې کې د ترهګرو پر پټنځي عمليات کړي او شپږ ترهګر يې وژلي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

 په اعلاميې کې راغلي، چې ترهګر په دې وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو سخت بريدونه کوي او پر وړاندې به یې عمليات جاري وساتي.

 

(غاټول)