کنګلونه د نړۍ د تازه اوبو د سرچېنو دوه پر درېیمه برخه جوړوي، د سیندونو جریان تنظیموي او په وچو سیمو کې د کرنې د اوبو لګولو لپاره ارزښتناکې خوږې اوبه چمتو کوي.
د چينګ های- شي ځانګ لوړه داسې سیمه ده، چې له شمالي او جنوبي قطبونو پرته په کره کې ترټولو پراخ کنګلونه لري. د چين حکومت د دغو کنګلونو د ساتنې لپاره زياتې هڅې کوي، د چينګ های - شي ځانګ په لوړو کې يې د ايکولوژيکي ساتنې قانون جوړ کړی، د کنګلونو د ساتنې ساحې یې پراخې کړي او د کنګلونو په سيمې کې يې پر سيلانيزو چارو سخت محدوديتونه لګولي دي.

△ د شي ځانګ د لينګچي ښار کنګلونه

△ د چینګ های د سان جیانګ یوان سيمې کنګلونه

△ د شي ځانګ د نګاري سيمې کنګلونه