د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتريش د جولای په ۱۳ مه نېټه د اوکراين د غلو دانو د صادراتو په اړه د څلور اړخيزو مذاکراتو هر کلی کړی او لاسته راوړنې يې ستایلې دي.
نوموړي په همدې ورځ په نيويارک کې په يوې خبرې ناستې کې ويلي، چې په استانبول کې د اوکراين د غلو دانو د صادراتو په اړه څلور اړخيز مذاکرات پېل شوي او د اوکراين غلې دانې به د تور سمندر له لارې نورو هېوادونو ته صادرې شي.
نوموړي زياته کړې، چې يادو مذاکراتو واقعي لاسته راوړنې درلودې او اړوندو خواوو د کنټرول او همغږۍ ميکانيزم پر اساس موافقه کړې ده.
ګوټرېش هيله ښودلې، چې بېلا بېلې خواوې په نږدې راتلونکي کې بيا مذاکرات تر سره او وروستی هوکړه ليک لاسليک کړي.