د چين د ګمرکاتو د عمومي ادارې وياند او د احصائيې شننې د څانګې مسؤل لي کوي ون د جولای په ديارلسمه نېټه د دولتي شورا د مطبوعاتو دفتر په يوې خبري ناستې کې د روان کال په لومړي نيمايي کې د وارداتو او صادراتو په باب معلومات وړاندې کړل.
شمېرنه ښيي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د مالونو د سوداګرۍ عمومي صادراتي او وارداتي ارزښت ۱۹۸۰۰ميليارډو يوانو ته رسيدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹ اعشاريه ۴ زياتوالی ښيي.
د معلوماتو له مخې، د جنوب ختيځې اسيا اتحاديه د روان کال په شپږو میاشتو کې د چين لومړی لوی سوداګريز همکار پاتې شوی دی.
د يادې ادارې يوه شمېرنه ښيي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين صادرات ۱۱۱۴۰ ميليارډه يوانو ته رسيدلي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۳ اعشاريه ۲ او واردات يې ۸۶۶۰ ميليارډه يوانه ښودل شوي، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۴ اعشاريه ۸ زياتوالی ښيي.
کارپوهان وايي، چې د چين بهرنۍ سوداګرۍ په مسلسلو اتو ربعو کې زياتوالی موندلی دی.
(غاټول)