د چین صادرات او واردات له فشارونو سره د مقابلې خورا توان لري
CMG2022/07/14 15:02:01
شريکول:

 د جولای د ۱۳مې نېټې په سهار د چين د ګمرکونو عمومي ادارې د روان ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت اعلان کړ، چې رقم يې ۱۹ ټريليون  او ۸۰۰ ميلياردو يوانو ته رسېدلی دی.

 دغه رقم د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ۹،۴سلنه زيات شوی او له دې جملې څخه د صادراتو عمومي ارزښت ۲،۱۳ سلنه او د وارداتو عمومي ارزښت ۸،۴ سلنه زياتوالی ښيي. په تېره بيا که د امريکايي ډالرو په حسابولو په جون مياشت کې د چين د صادراتو د زياتوالي کچه ۹،۱۷ سلنې ته رسېدلی او دغه رقم د زياتو چينايي او بهرنيو بازاري ارګانونو له تمې څخه هم لوړ دی.

د چين صادرات او واردات د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې ۷،۱۰  سلنه پرمختګ تر لاسه کړی، خو له دې وروسته د شنجن او شانګهای په استازيتوب لويو ښارونو کې د کرونا وبا د يو ځل بيا خپرېدو حالت رامنځته شوی او په اپرېل مياشت کې یې په صادراتو او وارداتو ناوړه اغېزه کړې ده. په مې میاشت کې، له دې امله چې د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول وضعیت په ټوليز ډول ښه شوی او د تصدیو د کار او تولید د بیا پیل کولو چارې هم په منظم او عادي ډول تر سره شوې او د چین بهرنۍ سوداګري بيا سمسورتیا خپله کړې ده.

خو که چېرې د کرونا وبا د دې دورې اغېزې د چین د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د فشار ازموینې په توګه وګڼل شي، نو د مې او جون په میاشتو کې د چين د صادراتو او وارداتو قوي بېرته راګرځېدو لا دمخه د ازموینې ښې پایلې وړاندې کړې دي.

د چین بهرنۍ سوداګرۍ له "فشار ازموینې" سره مقاومت کولی شي، يو لامل يې دا دی چې نړۍ د چین لخوا جوړ شويو توليداتو ته ډېره اړتيا لري. د چين شرکتونه د بهرنۍ غوښتنې د دوامدارې بیارغونې له امله بوخت ساتلي دي. د چين د جه جيانګ ولايت د دومان سوداګریز شرکت چې د فیلیپین په ګډون هېوادونو د لويو مغازو او هټیو د ورځنيو اړتیاوو عرضه کوونکی دی، د سږ کال د معاملو عمومي ارزښت يې د تېرو څو کلونو په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه زيات شوی.

د چین هېواد بندرونه هم ډېر بوخت دي، د مالوماتو له مخې، په شانګهای کې چې د کرونا وبا له امله سخت ځپل شوی، د جون په میاشت کې واردات او صادرات يې د بيا پرمختګ په حال کې وو، چې د جون مياشتې د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت يې د ۲۰۲۱م کال په مقايسه ۶،۹ سلنه او د تېرې مې مياشتې په نسبت۶ ،۳۵ سلنه زياتوالی ښودلی.

 دا احساس کېږي او لیدل کېدای شي  چې نړۍ چین ته اړتیا لري. له لسیزو پرمختګونو وروسته چین په نړۍ کې یوازینی هېواد ګرځېدلی چې د ملګرو ملتونو د صنعتي کټګورۍ د لېست ټول صنعتي توکي تولیدوي او لري. د چین د صادراتو ثابت پرمختګ په بشپړ ډول د " made in China" نه بدلېدونکی مقام تایید کړی.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې عمده سوداګريزو شريکانو ته د چين واردات او صادرات د ثابت پرمختګ په حال کې وو، له اسيان، اروپايي اتحادیې او امريکا سره د معاملو عمومي ارزښتونه يې په جلا جلا ډول ۱۰،۶ سلنه،۵،۷سلنه او۷ ،۱۱ سلنه زيات شوي دي.
 چين په ۲۰۲۲م کال کې د برېکس هېوادونو ډلې ریيسه هېواد دی، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د برېکس هېوادونو ډلې نورو هېوادونو ته د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت په ټوليزه توګه۶۴ ،۱ ټريليون يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴،۱ سلنه زيات شوی.

په اوس وخت کې د کرونا وبا د خپرېدو وضعيت او نړيوال چاپېريال لا پېچلی شوی دی، خو د چين اقتصاد قوي انعطاف، کافي پټ توان او اوږدمهاله پرمختګ نه دي بدل شوي، د بېلابېلو اقتصادي تګلارو، د پرله پسې هڅو او د کار او توليد د بيا پيل له امله د چين د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د ثابت پرمختګ شرايط برابر شوي. د چين بهرنۍ سوداګرۍ به په مداوم ډول د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره مثبت رول ولوبوي.

(ژباړه: شکريه)