د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جولای په ۱۳مه نېټه پرېکړه کړې، چې د یمن په حديده سیمه کې د ځانګړي پلاوي د ماموریت او د لیبیا د تېلو د ناقانونه صادراتو د بندیز مودې وغځوي.
امنیت شورا په همدې ورځ د ۲۶۴۳م پرېکړه لیک په تصویب سره په حديده کې د یاد پلاوي د ماموریت موده د راتلونکي کال د جولای تر ۱۴مې نېټې غځولې ده. د یمن حکومت او حوثې ډلې د ۲۰۱۸م کال په ډسمبر کې د اوربند او د ځواکونو د شا تګ په اړه د حديده تړون لاسلیک کړی دی.
امنیت شورا هممهاله ۲۶۴۴م پرېکړه لیک هم تصویب کړی او د لیبیا د تېلو پر ناقانونه صادراتو د بندیز امر يې د راتلونکي کال د اکتوبر تر ۳۰مې نېټې پورې غځولی دی.
(هیله)