د تنګي ۱۴م فورم په شیا من ښار کې تر سره شو. د چين د کمونېسټ ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيور دايمي غړي، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې رئيس وانګ يانګ د جولای په ۱۳مه نېټه په شيا من ښار کې په ياد فورم کې ګډون او وينا وکړه.
نوموړي وويل، چې د تنګي فورم د تايوان تنګي د دواړو غاړو خلکو ترمنځ د همکاريو او تبادلې لپاره جوړېږي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دوه ورځې مخکې په تنګي فورم کې د تايوان ځينو ګډونوالو ځوانانو ته ځوابي لیک ليږلی او پکې يې د تايوان ځوانانو ته پاملرنه کړې او تنګي فورم ته يې په درنه سترګه کتلي دي.
د تايوان تنګي د دواړو غاړو ځوانان بايد د شي جين پينګ د غوښتنو له مخې ګډې هڅې وکړي او د ملت د بيا سمسورتيا په بهير کې دې خپل خدمتونه وکړي.