امريکا د کارګرو وزارت شمېرنه ښيي، چې د روان کال په جون کې يې د مصرفي بيو ګراف (CPI) د مې په پرتله په سلو کې يو اعشاريه درې زيات شوی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹ اعشاريه ۱ زياتوالی ښيي، چې د زياتوالي انډول يې د ۱۹۸۱م کال له نومبر راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسيدلی دی.
د دې وزارت شمېرنه ښيي، چې د انرژیو، د خوړو د بيو او د استوګنې لګښت په زياتېدو سره په جون کې د امریکا د سي پي اې د زياتوالي انډول د مې په پرتله ډېر زیات شوی دی.
(غاټول)