جو بايډن له اسرائيل څخه ليدنه پيل کړه
CMG2022/07/14 11:22:05
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن د جولای په ديارلسمه نېټه د اسرائيل د تل ابیب ښار ته نږدې د بن ګوریون نړیوال هوایی ډګر کې کوز شو او له دې هېواد څخه يې څلور ورځنۍ ليدنه پيل کړه.

دا د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو راهيسې له منځني ختيځ څخه د ده لومړۍ ليدنه ده.

 د اسرائيل صدراعظم یایر لاپيد په همدې ورځ د ده د هر کلي په مراسمو کې ويلي، چې هېواد ته د بايډن سفر تاريخي اهميت لري او د دواړو هېوادونو مشران به د ملي امنيت په هکله بحثونه وکړي، چې پکې په منځني ختيځ کې د نوي امنيتي او اقتصادي جوړښت ټاکل او د ايران د اټومي پلان د مخنيوي لپاره د غښتلي نړيوال اتحاد جوړونه هم پکې شامل دي.

 بایډن به د جولای په ۱۵مه نېټه د اردن سيند له لويديځې غاړې څخه هم ليدنه وکړي.

 

(غاټول)