په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۵۵ميليونه، ۴۴۶ زره او ۸۹۰ ته رسيدلی
CMG2022/07/14 11:25:31
شريکول:

 روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ديارلسمې نيټې نوې شمېره ښيي، چې د منځنۍ اروپا پر وخت د جولای د ديارلسمې نيټې د مازديګر تر پنځو بجو او ۱۶ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې يوې ورځې په پرتله ۹۸۰ زره او ۶۹۱ زيات شوی او په دې سره يې عمومی شمېر ۵۵۵ ميليونه، ۴۴۶ زر او ۸۹۰ ته رسيدلی دی.

 په همدې مودې کې د يادې وبا له امله د مړينې شمېر ۱۳۲۱ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶ ميليونه ۳۵۳ زره ۶۹۲ ښودل شوی دی.

 

(غاټول)